IQNA

د مسلمانو محصيلينو د قران په سياليو كښې د قطر د نمائندګانو د ګډون خبری انعكاس

21:07 - September 08, 2012
د خبر لمبر: 2407524
نړيواله ډله: د قطر يو شمېر رسنيو (مېډيا) د ايران د اسلامی جمهوريت د مسلمانو محصيلينو د قران شريف د نړيوالو سياليو په څلورمه دوره كښې د قطر د دوو تنو نمائندګانو له ګډون سره اړوند خبرونه منعكس كړل.
د ايران قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) د قطر چاپ العرب ورځپاڼې په نقل سره رپوټ وركړ، دغې ورځپانې په خپله نننۍ يعنې د وږی دمياشتې د اتلسمې نېټې په ګڼه كښې د ايران د اسلامی جمهوريت د محصيلينو د قرانی سياليو په څلورمه دوهر كښې د قطر د پوهنتون د الهياتو او اسلامی مطالعود څانګې برخه اخېستو ته په اشارې سر وليكل: دغه سيالۍ د ايران په تبريزښار كښې د راتلونكې شروع له ورځې د وږی د مياشتې له ٢٢ نېټې څخه شروع كیږی او د همدې مياشتې تر ٢٥ نېټې پورې به دوام ومومی.
په دغه خبر كښې راغلی دی د قطر د پوهنتون د الهياتواو اسلامی مطالعاتو د څانګې محصل حمد سليمان السيد به د دغو سياليو د قرائت په برخه كښې ګډون وكړی او فاروق اعظم محمد صديقی به هم د دغه هېواد د نمائنده په توګه د ټول قران شريف د حفظ په برخه ګډون وكړی.
د قطر الرايه ورځپاڼې په خپله پرونۍ ګڼه كښې ((د تبريز په قرانی سياليو كښې د قطر د دوو محصيلينو ګډون)) په سرخۍ سره وليكل: حمد سليمان په ماشومتوب كښې د قران شريف حفظ شروع كړ، هغۀ د دغه هېواد په مختلفو قرانی دورو كښې فعال ګډون لرلے دے.
دغې ورځپاڼې تاكيد وكړ: فاروق اعظم محمد صديقی هم له ابتدائی كلاس څخه د قران شريف په حفظ لاس پورې كړ او په يولس كلنۍ كښې یې د خپل پلار شېخ محمد عبدالهای په مرستې سره ټول قران شريف ياد كړ.
د يادونې ده چې د نړۍ له دوه پنځوس هېوادونو څخه تقريباً اتيا تنه سيالان د قران شريف په دغو سياليو كښې ګډون كوی.
1093560
captcha