IQNA

د اسلامی تعاون د تنظيم حقيقت لټوونكې كمېټی د برما د حالاتو تحقيق كوی

21:05 - September 08, 2012
د خبر لمبر: 2407527
نړيواله ډله: د اسلامی تعاون د تنظيم حققيت لټوونكې كمېټی چې د تېرې شورو په ورځ د وږی د مياشتې په ١٥ نېټه برما ته لاړه د راخين صوبې د روهينګيا د مسلمانو د حالت او د هغوی په خلاف د تشدد په څېړلو لاس پورې كوی.
د ايران قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) د ملېشيا د Bernama خبری اېجنسۍ په نقل سره رپوټ وركړ، دغه حقيقت لټوونكې كمېټی چې لس ورځې په په برما كښې فعاليت وكړی د دغه هېواد له حكومتی چارواكو سره ملاقات كوی او د راخين له مسلمانو مېشته كليو څخه چې اوس اوس د تاوتريخوالو او تشدد له نوې څپې سره مخامخ شوی دی كتنه كوی.
دغه كمېټی به په دې حقله خپل رپوټ د اسلامی تعاون تنظيم ته وسپاری چې د ملګرو ملتو په عمومی اسمبلۍ كښې به چې د روانې مياشتې په اخېركښې به په نيويارك كښې جوړیږی وڅېړلې شی.
د دغې كمېټی د لېږلو فېصله په مكه كښې د اسلامی تعاون د تنظيم په بیړه ناكه غونډه كښې شوې وه.
1093504
captcha