IQNA

احمدی نژاد: د مستكبرانو د دسيسو په وړاندې دې ټول ملتونه هوښيار ووسی

17:27 - September 09, 2012
د خبر لمبر: 2408310
سياسی ډله: د ايران د اسلامی جمهوريت ولمسشر محمود احمدی نژاد نن په تهران كې د فلسطين د اسلامی مقاومت غورځنګ حماس له يوه مشر محمود الزهار سره وكتل.
د ايران د قران نړيوال خبری اژانس ايكنا د يو راپور پر اساس، په دې كتنې كې هغه دې خبرې ته په اشارې سره چې مستكبران او د ملتونو دښمنان هڅه كوی د سيمې د بدلونونو د صهونيسټ رژيم د ژغورنې د موخې په پوره كيدا سره مديريت وكړی، د دغو ټولو دسيسې او پلانونو په وړاندې ئې د ټولو د هوښيارۍ او ځيرتيا په ضرورت ټينګار وكړ.
ډاكټر احمدی نژاد ددې خبرې په كولو سره چې د فلسطين د ولس حقوق او موضوع تل د ايران د ملت يوه اصلی اندیښنه ده، هيله څرګنده كړه فلسطينيان زرترزره خپلو بشپړو حقوقو ته ورسیږی او پخپل ټاټوبی او خپلو كورونو كې ژوند وكړی.
د اسلامی ايران ولسمشر هم دا راز په وروستيو كلونو كې د سيمې د بدلونونو ټولګه مثبته وبلله او روښانه ئې كړه بايد د دښمنانو اقدامات او پلانونې هیڅ وشميرو ځكه چې دوی نن سبا په لازياتو پيچلتياؤ سره يوازې د صهونيسټ رژيم په ژغورنې پسې دی، بايد لا زيات هوښيار ووسو څو د هغوی ټوله دسيسې شنډې كړائ شو.
ښاغلی محمود الزهار هم په دغې كتنې كې په تهران كې د ناپیّيلی غورځنګ د سرمشريزې كاميابې ترسره كيدا ته په اشارې سره هيله وښودله چې دغه غورځنګ د ايران په پړاويزې مشرۍ سره د فلسطين موضوع په لا زيات قدرت او غوره دریځونو سره تعقيب كړی او دغه مشری د اسلامی امت د بيلابيلو پرګنو لپاره يو لړ بركتونه هم ولری.
1094972

captcha