IQNA

په نوی تعليمی كال كښې د تركی د دينی كتابونو بدلون

21:54 - September 09, 2012
د خبر لمبر: 2408349
د قرانی فعاليتونو ډله: په نوی تعليمی كال كښې قرانی علوم او نبوی (ص) سيرت درسونه د تركی د سكولونو په درسونو كښې زيات شول.
د ايران دقرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) د اېشيا د لويدیځ او جنوب لويدیځ د څانګې د رپوټ له مخې د دغه هېواد د تعليم ملی وزير عمر ډينچر وړمه ورځ د وږی د مياشتې په اولسمه نېټه د نوی كال رارسېدو او د سكولونو خلاصېدو ته په پام سره وويل: د دغه هېواد له پينځم كلاس نه تر نهم كلاسه پورې مضامينو كښې د قرانی علومو او نبوی (ص) سيرت درسونه زياتول كیږی.
هغۀ وويل: د ترسره شوې سروې ګانې او نظر سنجۍ د دغه هېواد د سكولونو په درسی موادو كښې د دغو دواړو درسونو له ځاے كولو څخه خبر وركوی.
د ويلو ده چې په تركیې كښې د تعليم د ملی وزارتخانې لخوا د نوی تعليمی كال په شروع كېدو سره د دغو دواړو درسونو كتابونه د زده كوونكو په اختيار كښې وركړې كیږی.
1093743
captcha