IQNA

له شيعه مسلمانانو څخه د محافظت لپاره پاكستان ته دبشری حقوقو د څارونكی خبردارے

21:53 - September 09, 2012
د خبر لمبر: 2408350
سياسی ډله: د بشری حقوقو څارونكی تنظيم د پاكستان له حكومت څخه وغوښتل چې د دغه هېواد د مسلمانانو د سر ساتنې او د فرقه ای دهشتګردانه وژلو د مخنيوی لپاره دې جدی فېصلې وكړی.
د ايران د قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) د اېشيا د لويدیځ او جنوب لويدیځ د څانګې د رپوټ له مخې دغه بيانيه د وږی د مياشتې په شپاړسمه نېټه په اېشيا كښې د بشری حقوقو د څارونكی تنظيم د فتر د مدير براډادامز لخوا خپره شوه په دغه بيانيه كښې راغلی دی د پاكستان حكومت تر اوسه له دهشتګردانه حملو څخه د مخنيوی او د دهشتګردو په محاكمه كښې ناكامه عمل كړے دے.
په دغه بيانيه كښې دې ته په پام سره چې په روان كال كښې په پاكستان كښې لږ تر لږه درې سوه شل شيعه مسلمانان د فرقه پالو دهشتګردو په لاس وژل شوی دی، ددغه هېوادد دهشتګردانه اقداماتو زياتېدل اندېښمنوونكی دی.
د بشری حقوق څارونكی په دغه بيانيه كښې ادعا وكړه، ځينې شدت پسندې مذهبی ډلې د پاكستان له فوځی ادارې په تېره بيا استخباراتی ادارې سره تعلق لری.
د دغه رپوټ له مخې د تېرې زمری د مياشتې په ٢٦ نېټه د ګلګت بلتستان ٢١ تنه شيعه مسلمانان د ګلګت راولپنډۍ په لاره كښې د فرقه پالو دهشتګردو په لاسو شهيدان شول.
همدارنګ د بلوچستان صوبې مركز كوئټه ښار هم د هزاره قوم د مسلمانانو د پرله پسې قتل عام كتونكے ؤ او تېره هفته ددغه ښار ځای قاضی هم د وسله والو دهشتګردو په لاسو شهيد شو.
1093477
captcha