IQNA

په نيويارك كښې د اسلام دښمنو فعاليتونو په خلاف احتجاجی مظاهره

21:53 - September 09, 2012
د خبر لمبر: 2408352
سياسی ډله: د امريكې په نيويارك ښار كښې د اسلام دښمنو فعاليتونو په خلاف پرون د وږی د مياشتې په نولسمه نېټه احتجاجی مظاهره وشوه.
د ايران د قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) د امريكې د څانګې د رپوټ له مخې په دغه احتجاجی مظاهره كښې د مختلفو دينونو مشرانو او پېروكار ګډون وكړ.


په دغه احتجاجی مظاهر كښې ګډون كوونكو له اسلام څخه د ويرونې په مخالفت كښې په نعرو باندې مشتمل پلې كارډونو په اوچتولو سره له اسلام څخه د خلقو د ويروونكو اقداماتود ختمولو غوښتنه وكړه.
ګډون كوونكو د مختلفو دينونو د احترام او د داسې اوازو د نۀ خپرولو غوښتنه وكړه چې له يو دين څخه د خلقو د ويرولو سبب كیږی.
د ويلو ده غونډه د اسلام په خلاف د هغوی نعرو او پېغامونو په دليل جوړه شوه چې په دې وروستيو وختونو كښې د نيويارك صوبې د وسټچسټر كانټی ښار په مېټرو كښې د د مختلفو ډلو لخوا د اسلام په خلاف ليكل شوی وو.
captcha