IQNA

اصفهان ښار د محرم په مياشت كښې د بهرنيو سيلانيانو كوربه

23:05 - September 09, 2012
د خبر لمبر: 2408376
سياسی او ټولنيزه ډله: د اصفهان بشارت نومې تنظيم به د محرم په مياشت كښې د ډول ډول برنامو په ترسره كولو سره د بهرنيو سيلانيانو كوربه وی.
د بشارت نومی اسلامی تنظيم د عمومی روابطو د مسئول حجت الاسلام المسلمين زيدی په وينا د هغو سيلانيانو لپاره چې د محرم په مياشت كښې اصفهان ته ځی، ډيره ښه برنامه ريزی شوې ده. دۀ په دې بيان سره چې د نړۍ په ټولو هيوادونو كښې د ټولنيزو او دينی مناسبتونو په ترسره كولو سره د سيلانيانو او ټورسټانو د جذبولو كوشش كیږی، دا كار ئې په فعاله توګه د كلتور او فرهنګ د انتقال لپاره يو اوزار وبالۀ.
دۀ په دې بيان سره چې په تيرو وختونو كښې هم د سيلانيانو لپاره په مختلفو مذهبی مناسبتونو كښې درې برنامې اجرا شوې دی، د بشارت اسلامی تنظيم تجربې كاميابې وبللې او د دغې ټولګې له همكارانو له هغو نه د اصفهان په پوهنتون كښې د اسلامی انقلاب د معظم رهبر د نمايندګۍ د دفتر قدرونه ئې وكړه او هغه ئې د پوهنتون د كلتوری دندې د نتيجې او ګټې سبب وبلل او هيله ئې وښودله چې دغه پروګرام نورو ښارونو ته هم پراخ كړی. 1093471

captcha