IQNA

23:06 - September 09, 2012
د خبر لمبر: 2408377

د انګلستان د بهرنيو چارو د وزير ادعاؤ ته د ايران د خارجه وزارت د وياندوی غبرګون

سياسی ډله: رامين مهمانپرست پرون د ايران د ایټمی فعاليتونو په سوله ايز والی باندې د ټينګار په ترڅ كښې د ايران پرخلاف د بنديزونو او بائيكاټونو د سختولو په هكله د انګلستان د بهرنيو چارو د وزارت وروستۍ څرګندونې رد كړې او هغه ئې غيرمسئولانه وبللې.

د بهرنيو چارو د وزارت د اطلاعاتو او مطبوعاتو د لوئې ادارې له قوله د ايران د قرآنی خبری آژانس(ايكنا) د رپورټ له مخې: رامين مهمانپرست پرون د ايران د ایټمی فعاليتونو په سوله ايز والی باندې د ټينګار په ترڅ كښې او په دې بيان سره چې دغه فعاليتونه د ایټمی انرجۍ د بين المللی آژانس تر لوړې څارنې لاندې دی، د ايران پرخلاف د بنديزونو او بائيكاټونو د سختولو په هكله د انګلستان د بهرنيو چارو د وزارت وروستۍ څرګندونې رد كړې او هغه ئې غيرمسئولانه وبللې.
مهمانپرست په تهران كښې د ناپيئلو د غورځنګ د غونډې د بيانیې او د ايران د اسلامی جمهوريت له سوله ايز ایټمی فعاليت څخه د دغو غيروابسته هيوادونو د حمايت يادونه وكړه او د دغه انګليسی چارواكی ويناوې ئې د ایټمی انرجۍ د بين المللی آژانس د مقرراتو جدی نقضونه او ترشعاع لاندې په تهران كښې د ناپيئلو د غورځنګ د غونډې د كاميابې ترسره كيدنې د راوستلو په هدف سره وبللې.
د ايران د بهرنيو چارو د وزارت وياندوی همداشان په يووخت د دباؤ او خبرواترو كړنلاره بې نتيجې وبلله او سپارښتنه ئې وكړه: لويدیځ هيوادونه دې له دې نه زيات له دغه منسوخ شوی اوزار څخه د استفادې په فكر كښې نه وی. 1094669

captcha