د اسلامی مذهبونو د نژديكت د نړيوال تنظيم د عمومی روابطو له قوله د ايران د قرآنی خبری آژانس(ايكنا) د رپورټ له مخې: په تهران كښې د سورئې په هكله د سلامشورې په غونډه كښې د اسلامی نړۍ د مختلفو هيوادونو سيمه ايز او بين المللی اغيزشيندونكی عالمان او پوهان ګډون كوی.
د سورئې د كړكيچ د اسلامی حل لارې د پيدا كولو په موخه د اسلامی نړۍ د عالمانو او پوهانو په شتون سره د سورئې مشورتی بين المللی غونډه د ميزان د مياشتې په ٥ او ٦ نیټه په تهران كښې ترسره كیږی.
مصر، تونس، الجزاير، عراق، سوريه، لبنان، انډونيشيا، هندوستان او پاكستان له هغو هيوادونو څخه دی چې د سورئې د كړكيچ د اسلامی حل لارې په هكله د اسلامی نړۍ د عالمانو او پوهانو په غونډه كښې به شتون ولری. 1094712