IQNA

د اسلامی نړۍ د پوهانو په شتون سره د سورئې مشورتی غونډه ترسره كيدونكې ده

23:06 - September 09, 2012
د خبر لمبر: 2408379
سياسی ډله: د سورئې بين المللی مشورتی غونډه د دغه هيواد د كړكيچ د اسلامی حل لپاره د يوې لارې د وړاندې كولو په موخه د اسلامی نړۍ د علماؤ او پوهانو په شتون سره د ميزان يا تلې د مياشتې په پنځمه نیټه د اسلامی مذهبونو د نژديكت د تنظيم لخوا په تهران كښې ترسره كيدونكې ده.
د اسلامی مذهبونو د نژديكت د نړيوال تنظيم د عمومی روابطو له قوله د ايران د قرآنی خبری آژانس(ايكنا) د رپورټ له مخې: په تهران كښې د سورئې په هكله د سلامشورې په غونډه كښې د اسلامی نړۍ د مختلفو هيوادونو سيمه ايز او بين المللی اغيزشيندونكی عالمان او پوهان ګډون كوی.
د سورئې د كړكيچ د اسلامی حل لارې د پيدا كولو په موخه د اسلامی نړۍ د عالمانو او پوهانو په شتون سره د سورئې مشورتی بين المللی غونډه د ميزان د مياشتې په ٥ او ٦ نیټه په تهران كښې ترسره كیږی.
مصر، تونس، الجزاير، عراق، سوريه، لبنان، انډونيشيا، هندوستان او پاكستان له هغو هيوادونو څخه دی چې د سورئې د كړكيچ د اسلامی حل لارې په هكله د اسلامی نړۍ د عالمانو او پوهانو په غونډه كښې به شتون ولری. 1094712
captcha