د ايران د قرآنی خبری آژانس(ايكنا) د رپورټ له مخې: علی لاريجانی نن د اسلامی شورا د جرګې يا د پارليمان په څرګنده غونډه كښې ووئيل: په حتمی توګه د ناپيئلو د غونډې كاميابه ترسره كيدنه په بين المللی كچه په ثبات او همخيالۍ كښې د ايران د اقتدار او موقعيت پيژندې ښودونكې ده.
په پارليمان كښې د قم د خلكو استازې ووئيل: په څو وروستيو كلونو كښې مونږ د څو استكباری هيوادونو له خولې اوريدلی دی چې بين المللی ټولنه د ايران د ایټمی موضوع نه انديسمنه ده، خو پكار دی هغوی پوه شی چې د ناپيئلو د غورځنګ ١٢٠غړی او د ايران له ایټمی ټيكنالوجۍ څخه د هغوی د پريكنده حمايت په هكله د هغوی بيانيه د ايران د دغو هيوادونو او د ټولې بين المللی ټولنې څرګند ملاتړ دے.
د نهم پارليمان دغه استازی په دې ټكی باندې په ټينګار سره چې ناپيئلی هيوادونه پكارې دی په لازياتې هم خيالۍ سره په بين المللی ډګر كښې خپل موقعيت پيدا كړی، يادونه وكړه: په حتمی توګه د دغې موضوع عملی كيدل په نړۍ كښې د عادلانه سياستونو او كړچار سبب كیږی.
د اسلامی شورا د جرګې رئيس په دې اعلان سره چې په تهران كښې د خپل سفارت په بندولو كښې د كينیډا د حكومت د كړچار طريقه د دغه شان هيوادونو د وارخطائۍ ښودونكې ده، ووئيل: په حتمې توګه دغه اقدامات په ځائې د دې چې د دغو هيوادونو اقتدار وښئی، د هغوی انفعال او زوال په ډاګه كوی. 1094513