د ايران د قرآنی خبری آژانس(ايكنا) د رپورټ له مخې: دغه كانفرنس د امت واحده بين المللی اتحادئې لخوا او د بحرينی معارضو ډلو د نمايندګانو او د بحرين د ملاتړو بشری حقوقو د ځينو اروپائی فعالانو په شتون سره ترسره كیږی.
دغه كانفرنس د ميزان يا تلې د مياشتې له ١٣ نه تر ١٥نیټې پورې د بشری حقوقو د فعالانو او محصلينو په شتون سره په تهران او د ايران په ځينو نورو ښارونو كښې جوړيدونكے دے.
د وئيلو ده چې د آل خليفه د ډيكټاټور حكومت پرخلاف د بحرين د خلكو د پاڅون له پيل څخه تراوسه پورې له دوو زرو نه زيات اعتراض كونكی په جيلونو كښې پراتۀ دی، مهم ټكے دا دے چې قيديانو ته هیڅ ډول حقوق نه وركول كیږی او د بحرين د ولسی پاڅون مشران په عمر قيد باندې محكومیږی. 1094421