IQNA

په پاكستان كښې له شيعه ؤ سره د سنی محصيلينو د پېوستون اعلان

21:10 - September 10, 2012
د خبر لمبر: 2409161
سياسی ډله: د پاكستان د لاهور پوهنتون د سنی مسلمانو محصيلينو لخوا په دغه هېواد كښې كښې د شيعه مسلمانانو د وژلې په خلاف او له هغوی سره د پېوستون د اعلان مراسم د لاهور ښار په لېبرټی چوك كښې جوړ شول.
د ايران د قرانی خبری اېجنسۍ د اېشيا د لويدیځ او جنوب لويدیځ د څانګې د رپوټ له مخې احتجاج كوونكو محصيلينو په دغه مظاهره كښې له فرقه ايزو تاوتريخوالو سره د دغه هېواد د حكومت د پرېكنده چلند كولو غوښتنه وكړه.
همدارنګ د دغه هېواد د سولې د مطالعاتو د موسسې محقق رحيم الدين چې د دغو مظاهرو يو ګډون كوونكے ؤ د وږی د مياشتې په ١٧ نېټه وويل: د پاكستان خلقو ته پكاردی چې د شيعه مسلمانو په قتل عام باندې احتجاج وكړ او حكومت ته پكار دی چې له هر ډول مذهبی وابستګيو نه وراخوا د ټولو عوامو د حقوق او انصاف د خيال ساتلو لپاره كوششونه وكړی.
1093468
captcha