د ايران د قران نړيوال خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې د ولسمشر د دفتر د ويب پاڼی یې نقلوی چې د اسلامی ايران ولسمشر ډاكټر محمود احمدی نژاد په دې خبرې سره چې استكبار او شيطانان ملتونه له الهی فطرت سره غوڅوی وويل استكبار لومړنی اقدام چې ترسره كوی نو د ملتونو كلتوری هويت له مينځه وړی او هغوې ته داسې ځلوب ورښيی چې انسان له خپل موجوديت څخه جلا كړی.
د ايران ولسمشر ښاغلی ډاكټر محمود احمدی نژاد د موعود وجود د ټولو انسان ګډ ټكی وباله او ویې ويل دغه موعود انحصاری نه دی ځكه چې د بشريت فطرونه له يو بل څخه نه جلا كيدونكی دی.
1095247