د ايران د حج او زيارت په سازمان كښې د ولی فقيه استازی حجتالاسلام والمسلمين سيدعلی قاضی عسكر د ايران د قرآنی خبری آژانس(ايكنا) سره په خبرو كښې دې ټكی ته په اشارې سره ووئيل: هغه سيسټم چې د ايران د اسلامی جمهوريت د حج د ترسره كولو لپاره ډيزائن او طراحی شوے دے، ډير زيات كټه ور او فعال دے او البته طبيعی ده چې د نورو سيسټمونو په شان پكښې لازمې زيان پيژندنې هم ترسره شی څو د ځينو موجودو نقصونو په جاجونې او د هغو په حلولو سره د حج په ټوله دوره كښې حاجيانو ته د خدماتو د رسونې كچه لوړه كړې شو.
دوی په حج كښې د ډاكټرانو رول ډير مهمو وبالۀ او وئې وئيل: هغه سيسټم چې د ايران اسلامی جمهوريت په هر كاروان كښې د يو ډاګټر د شتون لپاره طراحی كړے دے، په نورو هيوادونو كښې نشته او دا كار د خطر په مواقعو كښې د ايرانی حاجيانو د سلاميتا د ساتلو سره ډيره مرسته كوی داشان چې په تيرو څو كلونو كښې د ايرانی ډاكټرانو په كوششونو سره د زياترو زيارت كونكو او حاجيانو د سلامتيا د ساتل كيدو كتونكی وو. 1093460