د ايران د قرآنی خبری آژانس(ايكنا) د رپورټ له مخې: په دغو مراسمو كښې به د سبط جعفر زيدی، علی ديپ رضوی او د ظفر عباس ظفر په شان د دغه هيواد د اهل بيتو عليهم السلام يوه ډله معروف مداحان او شاعران دينی اشعار ولولی.
د دغو مراسمو په دوام كښې به علامه جعفر سبحانی او علامه سيد شهنشاه نقوی د محمدعلی جناح د مبارزاتو، فعاليتونو، شخصيت او د دوی د اخلاقی ځانګړتياؤ او همداشان د هيواد د ساتنې او ترقۍ په هكله د پاكستان د خلكو د دندې او مسئوليت په باب ويناوې وكړی. 1093472