IQNA

د مسلمانو محصلينو د قرآن كريم د بين المللی مقابلو د څلورمې دورې پرانسته سبا ترسره كیږی

23:10 - September 10, 2012
د خبر لمبر: 2409213
د قرآنی كارونو ډله: د مسلمانو محصلينو د قرآن كريم د بين المللی مقابلو د څلورمې دورې افتتاحيه مراسم سبا د وږی په ٢١نیټه د ايران د اسلامی شورا د جرګې د مشر په شتون سره په تبريز ښار كښې ترسره كیږی.
د ايران د قرآنی خبری آژانس(ايكنا) د رپورټ له مخې: د مسلمانو محصلينو د قرآن كريم د بين المللی مقابلو د پرانسې مراسم سبا سه شنبه مازدیګر ٤:٣٠بجې د ايران د پارليمان د مشر علی لاريجانی په شتون سره د تبريز ښار په ستره عيدګاه كښې ترسره كيدونكی دی.
د مراسمو په پيل كښې به د ايران د اسلامی جمهوريت د قومی ترانې له لوستل كيدو نه پس د مسلمانو محصلينو د قرآن پاك د بين المللی مقابلو د دريمې دورې د قرائت په څانګه كښې وړومبې كس حامدولی زاده د كلام الله مجيد يوشمير آيتونه تلاوت كړی.
د حفظ او قرائت په دوو څانګو كښې د قرآنی مقابلو برنامه به هم د شورو يا چارشنبې په ورځ يعنې د روانې وږی د مياشتې په ٢٢نیټه پيل شی. 1095333
captcha