د ايران د قرآنی خبری آژانس(ايكنا) د رپورټ له مخې: د مسلمانو محصلينو د قرآن پاك د بين المللی مقابلو څلورمه دوره له سبا يعنې د وږی د مياشتې له ٢١نیټې څخه د افتتاحيه مراسمو په ترسره كيدو سره پيلیږی او د همدې مياشتې تر ٢٥نیټې پورې به د ايران په تبريز ښار كښې دوام ولری.
په دغو سياليو كښې ٩ داوران د ايران له اسلامی جمهوريت څخه او ٦داوران له نورو هيوادونو څخه د قضاوت دنده په غاړه لری.
يادونه كیږی چې د مسلمانو محصلينو لپاره د قرآن مجيد د قرآن د بين المللی مقابلو په څلورمه دوره كښې د نړۍ له ٥٢هيوادونو څخه يوشمير نمايندګان د ټول قرآن د حفظ او قرائت په دوو برخو كښې د يوبل سره سيالی كوی. 1095256