د ايران د قرآنی خبری آژانس(ايكنا) د رپورټ له مخې: د كلتوری او ټولنيزو مطالعاتو د كالج مشر او د فارابی په نامه د انسانی او اسلامی علونو د تحقيقاتو د بين المللی فسټيول د دارالانشاء رئيس محمدرضاحاتمی د اعلان له مخې، په دغه فسټيول كښې د ګډون كونكو د آثارو د څیړنې او ارزونې دريمه مرحله ختمه شوې ده او د دغه فسټيول علمی شورا به د ميزان يا تلې د مياشتې په وړومبۍ لسيزه كښې وروستۍ څیړنه ترسره كړی او غوره آثار به انتخاب كړی.
د وئيلو ده چې د انسانی او اسلامی علمو د تحقيقاتو فارابی بين المللی فسټيول د ايران د علومو، تحقيقاتو او ټيكنالوجۍ د وزارت په همت په كليزه توګه د انسانی او اسلامی علومو د تكړه او غوره كسانو د پيژندنې او قدرونې په موخه ترسره كیږی. 1095531