IQNA

د فارابی نومی فسټيول لپاره غوره آثار د تلې د مياشتې په وړومبۍ لسيزه كښې انتخابیږی

23:09 - September 10, 2012
د خبر لمبر: 2409216
د علم او پوهې ډله: د فارابی بين المللی فسټيول د دارالانشاء مشر په دغه فسټيول كښې د ګډون كونكو د آثارو د څیړنې او جاجونې د دريمې مرحلې د سرته رسيدو خبر وركړ او څرګنده ئې كړه: وروستۍ او فائنل څیړنه او د غوره آثاره ټاكل به د راروانې تلې د مياشتې په وړومبۍ لسيزه كښې ترسره شی.
د ايران د قرآنی خبری آژانس(ايكنا) د رپورټ له مخې: د كلتوری او ټولنيزو مطالعاتو د كالج مشر او د فارابی په نامه د انسانی او اسلامی علونو د تحقيقاتو د بين المللی فسټيول د دارالانشاء رئيس محمدرضاحاتمی د اعلان له مخې، په دغه فسټيول كښې د ګډون كونكو د آثارو د څیړنې او ارزونې دريمه مرحله ختمه شوې ده او د دغه فسټيول علمی شورا به د ميزان يا تلې د مياشتې په وړومبۍ لسيزه كښې وروستۍ څیړنه ترسره كړی او غوره آثار به انتخاب كړی.
د وئيلو ده چې د انسانی او اسلامی علمو د تحقيقاتو فارابی بين المللی فسټيول د ايران د علومو، تحقيقاتو او ټيكنالوجۍ د وزارت په همت په كليزه توګه د انسانی او اسلامی علومو د تكړه او غوره كسانو د پيژندنې او قدرونې په موخه ترسره كیږی. 1095531
captcha