IQNA

23:13 - September 10, 2012
د خبر لمبر: 2409220

د بشری حقوقو په هكله د قرآنی آيتونو په ترويجولو سره د اسلام په هكله د لويدیځ د دروغجنو تبليغاتو شنډول

سياسی ډله: د انسان د موقعيت په هكله قرآنی آيتونه او د قرآن له نظره د هظه حقوق ښودنه كوی چې اسلام په ټولو اړخونو كښې د انسان حقوقو ته پاملرنه كړې ده نو ځكه لازمه ده چې په نړيواله رسندوئی فضا كښې د داشان آيتونو د بيانولو كوشش وكړو څو د بشری حقوقو پرخلاف د اسلام د ښودلو لپاره د لويدیځ دروغجن رسندوئی تبليغات د حقيقت رنګ خپل نكړی.

د بشری حقوقو مسئله له دا ډول مقولو څخه ده چې د ابر قدرتونو د سياست په لوبو او د هغوی د قدرت طلبۍ په چلول كښې د بين المللی نظام په جوړښت باندې د مسلطو سياستونو سره د مخالفو حكومتونو او هيوادونو د ګواښلو او ځپلو لپاره په يو اوزار باندې بدله شوې ده.

دا مسئله تردمره حده پرمخ تللې ده چې ابرقدرتونه نه يوازې خپل مخالف حكومتونه له دغه اوزار څخه په استفادې سره تر دباؤ لاندې راولی بلكې له دې نه هم وراوړيدلی دی او په تيره بيا د ستمبر د يولسمې د نیټې له پیښو نه وروسته ئې د پراخو رسندوئی چينلونو له لارې الهی دينونونه په خاصه توګه د اسلام مبين دين د بشری حقوقو پرخلاف ښودلے او دا كار ئې د اسلام ضدو سريالونو، سينمائی فلمونو، انځورونو، پوسټرونو، موسيقۍ او د انټرنیټی سائیټونو په چوكاټ كښې مطرح كړے دے.

خو په خواشينۍ سره د مسلمانانو د فعاليتونو او رسندوی تبليغاتو د كمزورتيا، د رسنۍ په طاقت باندې د باور نه لرلو او همداراز د اسلامی تعليماتو او دينی معارفو په نسبت زمونږ د خپلې آګاهۍ او پوهې د نشتوالی په دليل په يولړ شبهاتو كښې راګيریږو چې د اسلام پرخلاف د لويدیځ د رسندوی پروپیګنډو او په تيره بيا د نړۍ په كچه د بشری حقوقو په خلاف د دغه پاك او پاكيزه الهی آئين د ښودلو له لارې تبليغیږی. 1095451
captcha