د بشری حقوقو مسئله له دا ډول مقولو څخه ده چې د ابر قدرتونو د سياست په لوبو او د هغوی د قدرت طلبۍ په چلول كښې د بين المللی نظام په جوړښت باندې د مسلطو سياستونو سره د مخالفو حكومتونو او هيوادونو د ګواښلو او ځپلو لپاره په يو اوزار باندې بدله شوې ده.
دا مسئله تردمره حده پرمخ تللې ده چې ابرقدرتونه نه يوازې خپل مخالف حكومتونه له دغه اوزار څخه په استفادې سره تر دباؤ لاندې راولی بلكې له دې نه هم وراوړيدلی دی او په تيره بيا د ستمبر د يولسمې د نیټې له پیښو نه وروسته ئې د پراخو رسندوئی چينلونو له لارې الهی دينونونه په خاصه توګه د اسلام مبين دين د بشری حقوقو پرخلاف ښودلے او دا كار ئې د اسلام ضدو سريالونو، سينمائی فلمونو، انځورونو، پوسټرونو، موسيقۍ او د انټرنیټی سائیټونو په چوكاټ كښې مطرح كړے دے.
خو په خواشينۍ سره د مسلمانانو د فعاليتونو او رسندوی تبليغاتو د كمزورتيا، د رسنۍ په طاقت باندې د باور نه لرلو او همداراز د اسلامی تعليماتو او دينی معارفو په نسبت زمونږ د خپلې آګاهۍ او پوهې د نشتوالی په دليل په يولړ شبهاتو كښې راګيریږو چې د اسلام پرخلاف د لويدیځ د رسندوی پروپیګنډو او په تيره بيا د نړۍ په كچه د بشری حقوقو په خلاف د دغه پاك او پاكيزه الهی آئين د ښودلو له لارې تبليغیږی. 1095451