IQNA

د مسلمانو محصلينو د قرآن كريم د بين المللی مقابلو ځائې ته د بهرنيو ميلمنو رارسيدل

19:29 - September 11, 2012
د خبر لمبر: 2409979
د قرآنی كارونو ډله: د مسلمانو محصلينو د قرآن كريم د بين المللی مقابلو د څلورمې دورې ميلمانۀ چې يوه ډله سيالان او داوران پكښې موجود دی نن سهار د تبريز ښار د هوائی ډګر له لارې د مقابلو د ترسره كيدو ځائې ته ورسيدل.
تبريز ته د ايران د قرآنی خبری آژانس(ايكنا) د لیږل شوی خبريال د رپورټ له مخې: د تبريز ښار له نن څخه د افتتاحيه مراسمو په ترسره كولو سره د روانې وږی د مياشتې تر ٢٥نیټې پورې چې د اختتاميه مراسمو د ترسره كيدو نیټه ده، د مسلمانو محصلينو د قرآن پاك د بين المللی مقابلو كوربه دے چې د ايران د محصلينو د قرآنی فعاليتونو د سازمان په همت ترسره كیږی.
نن سهار د سياليو د دې دورې بهرنی ميلمانۀ په مختلفو پروازونو سره تبريز ښار ته ورسيدل او د مقابلو د مسئولانو او ترسره كونكو د رسمی هركلی سره مخ شول.
په دغو ميلمنو كښې له جرمنی، سيرالئون، مصر، ډنمارك او د داسې څو نورو هيوادونو ګډون كونكی ترسترګو كیږی.
همداشان له مصر څخه د مقابلو د دې دورې تكړه داور استاذ عبدالفتاح طاروطی نن سهار تبريز ښار ته ورسيد او د مسئولانو په تود هركلی سره د تبريز په بين المللی هوټل كښې استوګن شو.
د وئيلو ده چې د مسلمانو محصلينو د قرآن كريم د بين المللی مقابلو د څلورمې دورې د پرانستې مراسم نن مازدیګر ٥بجې د تبريز په ستره مصلا يا عيدګاه كښې ترسره كیږی. 1096219

captcha