د ايران دقرآنی خبری آژانس(ايكنا) د رپورټ له مخې: د راډيو قرآن عمومی روابطو اعلان وكړ: د دغو مقابلو افتتاحيه مراسم نن مازدیګر د اسلامی شورا د جرګې د رئيس په وينا سره د تبريز ښار په امام خمينی(رح) نومې ستره مصلا يا عيدګاه كښې پيلیږی او راډيو قرآن چينل دغه مراسم د مازدیګر له څلورو بجو نه په ژوندۍ بڼه خپروی.
د مسلمانو محصلينو د قرآن كريم د بين المللی مقابلو څلورمه دروه او د هغې ترڅنګ برنامې د حضرت امام جعفرصادق عليه السلام د شخصيتی اړخونو د بيانولو په محور سره ترسره كیږی، د دغو مقابلو فائنل د راروانې جمعې په ورځ يعنې د وږی په ٢٤نیټه د مازدیګر په ٤نه تر ٨بجو پورې په ژوندۍ او نيغ په نيغه بڼه له راډيو قرآن څخه اوريدې شئ.
د دغه رپورټ له مخې: د سياليو د دې دورې اختتاميه به هم د وږی په ٢٥نیټه د سهار له ٩بجو نه د ماسپښين تر يوې بجې پورې له راډيو قرآن څخه خپره شی. 1096199