د اسلامی شورا د جرګې د مشر د بين المللی چارو مرستيال حسين شيخالاسلام د ايران د قرآنی خبری آژانس(ايكنا) سره په خبرو كښې د سورئې د كړكيچ د حلولو لپاره د ايران، عربستان، تركیې او مصر په شتون سره په قاهره كښې د څلور اړخيزې غونډې د ځانګړتياؤ په هكله ووئيل: دغه غونډه د سورئې د مسئلې لپاره د سياسی حل لارې په غوره كولو باندې د عربستان او تركیې په شان هيوادونو اعتراف دے كوم چې د پوځی حل لارې په لټه كښې وو، كۀ څه هم كيدې شی دا يو تكنيكی كړنلاره وی خو په هر حال هغوی د مذاكرې په ميز ناست دی.
دۀ زياته كړه: مهم ټكے دا دے چې د سورئې په هكله د ايران دریځونه كاملاً په ډاګه او څرګند دی او ايران د سورئې په چارو كښې د وسله والې او بهرنۍ مداخلې په نه كيدو باندې باورې دے په داسې حال كښې چې تركيه او عربستان پخپله په دغه بحران كښې د مشكل سرچينه او اصلی مداخله كونكی دی او له دې نظره پكار دی ووايو چې د دغې غونډې د غړيو تركيب غيرمتوازن دے. 1096441