د ايران د قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) د اېشيا د ختیځ او جنوب ختیځ د څانګې د رپوټ له مخې د دغه چېنل يو مسئول اشهادی وړمه ورځ د وږی د مياشتې په نولسمه نېټه وويل: كه څه هم د دغه ټيلی ويژنی چېنل لګښت ډېر زيات دے خود بجټ د كمی باوجود مو دغه اسلامی چېنل شروع كړ.
هغۀ څرګنده كړه: مونږ د دغه چېنل د پروګرامونود دوام لپاره د حكومت ملاتړ ته ضرورت لرو ځكه چې په دې طريقې سره په اسانۍ سره اسلامی تعليمات خلقو ته ورسوو.
همدارنګ د انډونېشيا د دينی عالمانو غورځنګ هم د دغه هېواد له حكومت څخه وغوښتل چې د اسلامی ټيلی ويژنی چېنلونو ملاتړ دې په سركاری سطح وكړی.
د يادونې ده چې كه څه هم انډونېشيا يو اسلامی ملك دے خو اكثر ټيلی ويژنی چېنلوونه یې اسلامی نه دی ځكه چې دغه چېنلونه په تجارتی بنياد جوړ شوی او چلیږی چې مقصد یې د زياتو مخاطبانو جلبول او زياتره خپرونې یې تجارتی او تبليغاتی بڼه لری.
1095189