د ايران د قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) د امريكې د څانګې د رپوټ له مخې له اسلامی لباس او اسلامی نښو نښانو څخه استفاده د كېليفورنيا صوبې د ګورنر لخوا تصويب شو او د دغې صوبې د عدلیې لخوا د دغه قانون د اجرائی كېدو لپاره ټولو سكولونو، پوهنتونونو او سركاری او غېر سركاری مركزونو او ادارو ته ولېږلې شو.
د دغې صوبې مسلمانان له دې وروسته كولې شی چې د خپلو كارونو او درسونو په مركزونو كښې په ازادانه توګه له دستارونو، عبا، پردې او نورو اسلامی نښو نښانو څخه استفاده وكړی.
د ويلو ده چې په دغه صوبه كښې د هر ډول ذاتی لباس چې د انسان عقيده به ترې څرګندېده منعې ؤ او د كار او تعلمی ادارو كښې به په دې باره كښې له زياتو تبعيضاتو نه كار اخېستل كېدو.
1095837