IQNA

امام علی النقی(ع) نومې كنګرې ته د لیږل شويو آثارو زياتره برخه د (شعر) ده

20:55 - September 11, 2012
د خبر لمبر: 2410007
د ادب ډله: د اسلامی انقلاب د اسنادو د مركز اجرائی او تجاری مرستيال اعلان وكړ: د امام علی النقی عليه السلام په نامه د بين المللی كنګرې دارالانشاء ته په لیږل شويو آثارو كښې د شعر آثار ترټولو زيات دی.
د اسلامی انقلاب د اسنادو د مركز سوداګری او اجرائی مرستيال او د امام علی النقی(ع) بين المللی كنګرې د منشی سلاكار محمدرضاهراتی د ايران د قرآنی خبری آژانس(ايكنا) سره په خبرو كښې د ((امام علی النقی(ع))) وړومبۍ بين المللی كنګرې ترسره كيدو ته په اشارې سره څرګنده كړه: دغه كنګره د امام هادی عليه السلام د عملی سيرې د معرفی كولو او د اهل بيتو عليهم السلام د معارفو د خپرولو په موخه ترسره كیږی.
دوی په دوام كښې ووئيل: د دغې كنګرې په محورونو كښې د امام هادی عليه السلام د شخصيع د څیړنې په هدف سره شعر، داستان، مقاله، ادبی نثر، عكاسی او ګرافكس شامل دی.
هراتی ووئيل: د خلكو لخوا د دغه فسټيول ډير تود هركلۍ كیږی او دارالانشاء ته ډير ارزښتناك، قوی او له محتوا ډك آثار رالیږل شوی دی. 1095617
captcha