IQNA

((مديريت، خلاقيت او ملی توليد)) نومې وړومبې بين المللی كانفرنس ترسره كيدونكے دے

20:55 - September 11, 2012
د خبر لمبر: 2410008
د اقتصاد ډله: د ((مديريت، خلاقيت او ملی توليد)) په نامه د بين المللی كانفرنس د داورانو د كمیټې له داورۍ او قضاوت نه پس له ټولو ٧٧٢مقالو څخه ٤٥٣مقالې غوره شوی دی او دغه كانفرنس د زيارت او جمعې په ورځ يعنې د روانې وږی د مياشتې په ٢٣او ٢٤نیټه په ايران كښې ترسره كیږی.
د ((مديريت، خلاقيت او ملی توليد)) وړومبی بين المللی كانفرنس اجرائی مدير محمدشيرازی پور د ايران د قرآنی خبری آژانس(ايكنا) سره په خبرو كښې په دغه كانفرنس كښې د ګډون لپاره د ګڼ شمير مقالو ترلاسه كيدو ته په اشارې سره څرګنده كړه: له دغه شمير مقالو څخه ١٢٠مقالې د وينا په توګه، ١٥٠مقالې د پوسټرو په بڼه او ١٧٠مقالې په مكتوبه او ليكلې توګه غوره شوی دی.
دۀ زياته كړه: د دغه كانفرنس د ترسره كولو يو هدف په دې لړ كښې د اسلامی انقلاب د معظم رهبر د سټراټيجكو افكارو بيانول دی.
دوی څرګنده كړه: دا كانفرنس به د ((سټراټيجك تفكر او ملی توليد)) ، ((د امام خمينی رح او د اسلامی انقلاب د معظم رهبر افكار او ملی توليد)) ، ((ملی توليد او ګټه برخورتيا)) ، ((اقتصادی بدلون او ملی توليد او خلاقيت)) او (( ملی توليد او كار پيدا كول)) په چورليزونو او محورونو كښې ترسره شی.
په دې اړه د لازياتو معلوماتو لپاره په www.mip2012.ir انټرنیټی پتې يا په 7836894-0251 ټيليفون نمبر باندې رابطه كوې شئ. 1096381


captcha