بحرېن دفارس خليج په جنوب كښې يو جزيره ای هېواد دے چې په يوپل سره له سعودی عرب سره يو ځاے شوے دے. دغه هېواد په اويايمه ميلادی لسيزه كښې د انګرېزانو په كوشش سره د ايران له باچائی نظام نه خپلواكی ترلاسه كړه.
آل خليفه د فارس خليج د يو ډېر پخوانی عربی خاندان په توګه له مودو مودو راهسې له برطانوی استعمار سره مضبوط تعلقات لرل. له دې سره سره چې په دغه جزيره كښې او ځای اوسېدونكو له پخوا راهسې له خپلو ګاونډيانو سره بې له څه مشكله په ارام سره ژوند تېروۀ او هیڅ تريخوالے یې ورسره نۀ لرۀ خو هركله چې برطانیې د يو تړون په مسلط كولو سره دغه جزيره د ايران له خاورې څخه جدا كړه نو په دغې جزيرې كښې د ودې او سياست موضوع لږه بدله شوه.
بحرېن د فارس خليج د نورو ګاونډی هېوادونو په نسبت سرمايه دار ملك نه دے خو يو ټكے چې دغه جزيره ای هېواد یې د سيمې او له سيمې نه د بهر قوتونو لپاره زيات د اهميت وړ ګرځولے دے د هغۀ سوق الجيشی پوزيشن دے.
په بحرېن كښې د امريكې د پنځمې جنګی بېړۍ شتون او د دغه وړوكی هېواد په هكله د سعودی عرب، ايران او د نورو شېخ نشينو هېوادونو حساسيت د دې سبب شوې دے چې د نورو عربی هيوادونو په نسبت په دغه هېواد كښې اجتماعی احتجاجونه يوه خاصه بڼه ونيسی.
د بحرېن د ولسی احتجاجونو له وخت نه ټولې عربی نړۍ د بحرېن مرغلرې د انقلاب په نسبت په خبری بائيكاټ او سياسی دریځ نيونې سره د دغه هېواد د خلقو لپاره حالات سخت كړل. ددغه هېواد د فوځ او پوليسو د ناكامۍ په صورت كښې سعودی عرب په دغه هېواد باندې د لښكر كشۍ فېصله وكړه او په ډېر بې رحمۍ سره یې د د عوامو پرامن احتجاجونه په اوسپنيزو څوكونو سره وځپل.
د بحرېن اوسنی حالت ته په يوې كتنې سره چې چې د آل خليفه له دربار سره له وابسته كسانو نه علاه د بحرېن ټولې اجتماعی ډلې د دغه رژيم د مخالفينو په صف كښې شاملې شوې دی دې ته متوجه كېږو چې د آل خليفه سيمه ايز او له سيمې نه وراخوا ملاتړی په دغه هېواد كښې سياسی حل لارې ته له پام نه بغېر د خلقو په ځپلو لاس پورې كړې او د بحرېن د حكومت سياسی مستقبل یې له تيارو سره مخامخ كړے دے.
د بحرېن د انقلاب نتيجه چې هر څه وی خو د دغه انقلات اثرات كولې شی د سيمې په سطح كښې انډولونه بدل كړی او كوم توازن چې جوړ كړې شوې دے هغه ګډ وډ كړی. د ټولو سياسی نظرياتو له مخه هغه څه چې له دغه وضعيت څخه په ډاګه شوی دی په ټولنه كښې د آل خليفه د رژيم د سياسی روا والی نيشتوالی او د خلقو سېول نافرمانۍ د دغه رژيم بنيادونه لړزولی دی او له زوال سره یې مخامخ كړے دے.
1095475