IQNA

په ليبيا كې د امريكې سفير د قهرجنو مظاهره چيانو لخوا وژل شوې دی

21:35 - September 12, 2012
د خبر لمبر: 2410334
نړيواله ډله: خبری سرچينو اعلان وكړ چې د ليبيا په بنغازی ښار كې د امريكې كونسلګرۍ مخې ته تيره ورځ اسلام ته له سپكاوی د ډك يوه فيلم د خپريدو په اعتراض كې يو لاريون وشو، چې له امنيتی ځواكونو سره په تاوتريخوالی واوښت.
د ايران د قران نړيوال خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې له العالم خبری چينل یې نقلوی چې د ليبيا په بنغازی ښار كې امريكا پر كونسلګرۍ د بريد په ترڅ كې د امريكا سفير كريس ستيفينز له خپلو دوو ساتوونكو او د سفارت مالی مسوول سره يو ځای وژل شوې دی.
خبری سرچينو هم ويلی كريس سټيفنز د سفارت له دريو نورو كاركوونكو سره يو ځای د توغندی په يوه بريد كې خپل ژوند له لاسه وركړ.
دا په ليبيا كې تر ټولو لوړ پوړې امريكايی چارواكی دی، چې له ولسی پاڅون وروسته په دې هيواد كې مری.
د راپورونو په اساس تيره اوونۍ د انګليستان يوه تلويزونی چينل اسلام ته سپكوونكئ فلم خپور كړئ چې جوړوونكئ ېې اسرائيلی الاصله امريكائئ دئ.
وال سټریټ جورنال هم وليكل د اسلام ستر دوښمن سام باسيل دا فلم له يهودانو د ۵ ميليون ډالرو مرستې په راټولولو سره جوړ كړئ دئ .
د دې فلم د خپريدو له امله په مصر ليبيا او پاكستان په څير په يو شمير اسلامی هيوادونو كې پراخ لاريونونه شوی.
په قاهره كې هم لريون كوونكی د امريكا د سفارات پر ديوالونو ورختلی او د دې هيواد بيرغ ېې راكوز كړئ او سوځولئ دئ .
او په ځایې د د پيغمبر نوم سره ښكلې بيرغ راپولې دی
په بن غازی كې هم له سختو مظاهرو وروسته بیړنئ امنيتی حالت اعلان شوئ دئ .
1097124
captcha