IQNA

مهمانپرست: د اسلام د سپیڅليتاوو سپكوونكی اصلی عامل امريكه ده

17:05 - September 13, 2012
د خبر لمبر: 2410545
سياسی ډله: د ايران داسلامی جمهوريت د خارجه وزارت ويندوی رامين مهمان پرست نن د ايران په شمال رشت كې د ګيلان ولايت د اداری شورا په غونډې كې زياته كړه په اروپا او دغه راز د امريكا په ځينو برخو كې رامينځة شوی ټولنيز او اقتصادی شخړې د نړۍ د اداره كونكو هيوادونو د غلطو سياستونو نتيجه ده.
د ايران د قران نړيوال خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، هغه په شمالی افريقا او د مينځنی ختیځ په حساسې سيمې كې د اسلامی ویښتيا اهميت ته په اشارې سره روښانه كړه د لويدیځ تالی څټو واكوالانو په ضد دولس راپورته كيدا او د خپلواكې د ترلاسه كولو لپاره هڅه له امريكا او صهونيسټ رژيم سره د اړونده ديكتاتورانو د ژوند د پای ښودنه كوی.
هغه په عين حال كې د سيمې د بدلونونو كې هوښيار اقدامات په اسلامی ویښتيا كې د خلكو د حركت د سستولو لپاره د لويدیځ د موخو د پوره كيدا په مخنيوی كې اغيزمن وبلل او ټينګار ئې وكړ د لويدیځ له ټولوهلو ځلو سره سره په مصر، تيونس، ليبيا، يمن او بحرين كې د اسلام پال بهيرونه له مناسب حيثيت او اهمیّته برخمن دی.
مهمان پرست هم دا راز په اوسنی وضيعيت كې د اسلامی هيوادونو سياسی وضيعيت په حساس بللو سره ارزښتونو او اصولو ته پابندی او له موجوده ټولو وړتياؤ څخه استفاده له اوسنيو حساسو حالاتو د تيريدا خورا مهمه لاره چاره وبلله.
1097132
captcha