IQNA

د پيغمبراكرم(ص) په سپكاوی سره په مصر كښې نوې فتنه

16:14 - September 13, 2012
د خبر لمبر: 2410625
بين المللی ډله: په مصر كښې اسلامی او مسيحی دينی سازمانونو او ارګانونو د اسلام د ګران قدره پيغمبر حضرت محمدمصطفی(ص) د ساحت په هكله د سپكاوی كونكی فلم د جوړونې بلنه په كلكه وغندله.
د العالم خبری چينل له قوله د ايران د قرآنی خبری آژانس(ايكنا) د رپورټ له مخې: شيخ الازهر احمدالطيب د رسول اكرم پيغمبر حضرت محمدمصطفی(ص) د مبارك ساحت د سپكاوی په موضوع سره د يو فلم په توليد كښې له هيواده د بهرو استوګنو يوشمير مصری قبطيانو اقدام وغندۀ.

شيخ الازهر په دې ټكی باندې په ټينګار سره چې دغه شان اقدامات د مسيحيانو په غاړه نه دی اچول پكار، څرګنده كړه: د مصر عيسايانو داشان اقدامات په ځلونو غندلی دی.
دوی ټينګار وكړ چې دغه ډول اقدامات په مصری ټولنه كښې د فتنې له اچولو پرته هیڅ نتيجه نلری.
د مصر د اوقافو وزير طلعت عفيفی هم د امريكائی پادری ټيری جونز په همكارۍ سره د دغه سپك فلم د جوړولو لپاره د يو شمير قبطيانو فيصله وغندله او ټينګار ئې وكړ: د مصر قبطيانو دغه كار وغندۀ او هغه كسان چې په داشان اقداماتو سره د مصری وروڼو ترمينځ د فتنې د اچولو په لټه كښې دی، هغه د صهيونسټی رژيم د غلطو سياستونو ملګری دی.
د مصر مفتی اعظم علی جمعه په دې باب ووئيل: دغه سپكاوی په ټوله نړۍ كښې د لكونو مسلمانانو احساسات خوږمن كړی دی ځكه چې دا كار د مسلمانانو په نزد د ترټولو مقدس انسانی سيمبول يعنې په پيغمبر اكرم حضرت محمدمصطفی(ص) باندې د تيری لپاره د هڅې په معنی دے. 1097126

captcha