IQNA

ايرانی محصلين نن د سویټزرلينډ د سفارتخانې مخې ته اعتراضی تجمع كوی

16:14 - September 13, 2012
د خبر لمبر: 2410626
سياسی ډله: ايرانی محصلين د اسلامی د ګران قدره پيغمبر(ص) د مقدس ساحت په نسبت د سپك فلم په خپريدو باندې په اعتراض كښې نن په تهران كښې د سویټزرلينډ د سفارتخانې مخې ته راغونډیږی.
د ايران د قرآنی خبری آژانس(ايكنا) د رپورټ له مخې: د ايران محصلين او د خلكو مختلفې پرګنۍ د پيغمبر اكرم حضرت محمدمصطفی(ص) د مقدس ساحت په نسبت د صهيونسټی عناصرو د سپكاوی او د دغه دينی ضد عمل په وړاندې د امريكائی چارواكو په چپتيا او ورڅخه په حمايت باندې په اعتراض كښې نن په تهران كښې راغونډیږی.
دغه غونډه نن پنجشنبه يعنې د وږی په ٢٣نیټه ماسپښين ١٢بجې په تهران كښې د سویټزرلينډ د سفارتخانې مخې ته ترسره كیږی كومه چې په ايران كښې د امريكې د سفارت د بنديدو نه وروسته د دغه هيواد د ګټو د ساتونكې په توګه كار كوی.
د وئيلو ده چې د مختلفو هيوادونو مسلمانانو هم په تيرو ورځو كښې په يو امريكائی فلم كښې د پيغمبراكرم(ص) د حرمت په سپكاوی باندې په اعتراض كښې مظاهرې وكړې او په دغو مظاهرو كښې ئې د امريكې بيرغ وسوزوۀ. 1097316

captcha