د ايران د قران نړيوال خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، په تهران كې محصيلينو د صهونيسټی امريكائی سپكاوی په ضد ستر لاريون وكړ دا په داسې حال كې دی چې په دغې سيمې كې د پوليسو شمير هم ډيرزيات دی پاريدلی محصيلينو يا ايها المسلمون اتحدو اتحدو، مړه دې امريكا مړ دې وی اسرائيل ، لبيك يامحمد ، لبيك يا رسول ا... . حسين حسين شعار ماست شهادت افتخار ماست په څير په شعارونو وركولو سره د امريكايانو دغه ډول سپيره اقدامات په سخته وغندل.
د دغه لاريون په پای كې په پايزې اعلامیې كې له مسلمانو ملتونو غوښتنه شوې چې له امريكا سره دې رابطې غوڅې كړی او د سلطې د نظام په وړاندې دې خپل دينی غيرت نندارې ته وړاندې كړی.
په دغې اعلامیې كې هم دا راز د مصر او ليبيا د مسلمانو ملتونو د میړنيو اقداماتو په ستاينې سره ويلی دی چې ټول اسلامی حكومتونه دې په خپلو تاريخو دندو عمل وكړی له اسلامی امت سره په يوه خولهّ خپله مسلمانی ثابته كړی.
1097477