IQNA

17:11 - September 13, 2012
د خبر لمبر: 2410635

په تهران كښې محصيلينو د سويذرلينډ سفارت مخې ته د «لبيك يا رسول الله» شعارونه ووهل

سياسی ډله: د تهران د زياتره پوهنتونونو محصيلينو نن ماسپښين په تهران كې د امريكې د ګټوساتوونكی سويذرلينډ سفارت په وړاندې په غونډيدا سره د صهونيسټی امريكائی په لاس د اسلام د ګران پيغمبر په شان كې د ګستاخۍ په ضد ستر لاريون وكړ او له صهونيسټی امريكايانو له سپيرواقداماتو ئې خپله كركه اوغوسه نندارې ته وړاندې كړه.

د ايران د قران نړيوال خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، په تهران كې محصيلينو د صهونيسټی امريكائی سپكاوی په ضد ستر لاريون وكړ دا په داسې حال كې دی چې په دغې سيمې كې د پوليسو شمير هم ډيرزيات دی پاريدلی محصيلينو يا ايها المسلمون اتحدو اتحدو، مړه دې امريكا مړ دې وی اسرائيل ، لبيك يامحمد ، لبيك يا رسول ا... . حسين حسين شعار ماست شهادت افتخار ماست په څير په شعارونو وركولو سره د امريكايانو دغه ډول سپيره اقدامات په سخته وغندل.
د دغه لاريون په پای كې په پايزې اعلامیې كې له مسلمانو ملتونو غوښتنه شوې چې له امريكا سره دې رابطې غوڅې كړی او د سلطې د نظام په وړاندې دې خپل دينی غيرت نندارې ته وړاندې كړی.
په دغې اعلامیې كې هم دا راز د مصر او ليبيا د مسلمانو ملتونو د میړنيو اقداماتو په ستاينې سره ويلی دی چې ټول اسلامی حكومتونه دې په خپلو تاريخو دندو عمل وكړی له اسلامی امت سره په يوه خولهّ خپله مسلمانی ثابته كړی.
1097477

captcha