د ايران د قران نړيوال خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، ناصرمكارم شيرازی د يوه پيغام په صادرولو سره وويل يو ځل بيا صهونيسټانو او د امريكائی افراطی پآدريانو چې مخكښې ئې هم د قرآن كريم په سوزولو سره خپل ناوړه نيت نندارې ته وړاندې كړې ؤ، يو ځل ئې بيا د پيغمبر اكرم صلی الله عليه واله په شان كې په ګستاخۍ سره وښودله چې په سركې نوره دسيسې هم لری.
په دغې اعلامیې كې ټينګار شوی دی دغه سپيره او ځیږ عمل وښودله چې صهونيسټانو او ملګری ئې د اسلامی ویښتيا له ويرې او په نړۍ كې ئې له پراختيا ويريدلی او هر احمقانه كار كوی او حتما به ئې اپوټه نتيجه هم وينی.
1097444