IQNA

17:07 - September 13, 2012
د خبر لمبر: 2410636

ايت الله مكارم شيرازی: مسلمانان دې په صهونيسټی امريكائی دسيسې غبرګون وښئ

سياسی ډله: د ايران او نړۍ د شيعه ؤ ستر دينی مرجع آيت الله العظمی ناصر مكارم شيرازی د حضرت محمد مصطفی (ص) د شخصيت په باب د امريكائی سپكاوی كونكی فلم د خپريدا په محكومولو سره وويل بايد سبا د جمعې په ورځ ټول مسلمانان دغې صهونيستی امريكائی دسيسې ته غاښ ماتونكی ځواب وركړی.

د ايران د قران نړيوال خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، ناصرمكارم شيرازی د يوه پيغام په صادرولو سره وويل يو ځل بيا صهونيسټانو او د امريكائی افراطی پآدريانو چې مخكښې ئې هم د قرآن كريم په سوزولو سره خپل ناوړه نيت نندارې ته وړاندې كړې ؤ، يو ځل ئې بيا د پيغمبر اكرم صلی الله عليه واله په شان كې په ګستاخۍ سره وښودله چې په سركې نوره دسيسې هم لری.
په دغې اعلامیې كې ټينګار شوی دی دغه سپيره او ځیږ عمل وښودله چې صهونيسټانو او ملګری ئې د اسلامی ویښتيا له ويرې او په نړۍ كې ئې له پراختيا ويريدلی او هر احمقانه كار كوی او حتما به ئې اپوټه نتيجه هم وينی.
1097444
captcha