IQNA

د لبنان حزب الله د پيغمبراكرم(ص) د سپكاوی كونكی فلم جوړول وغندل

18:18 - September 13, 2012
د خبر لمبر: 2410675
بين المللی ډله: د لبنان حزب الله پرون د يوې بيانیې په صادرولوسره له مصر نه د بهرو يوه ډله قبطيانو لخوا د اسلام د قدرمن پيغمبر(ص) د مقدس ساحت په نسبت د سپكاوی نه د ډك فلم د جوړيدو د غندلو په ترڅ كښې دا يو غيراخلاقی كار وبالۀ.
د المنار چينل د ويب سائیټ له قوله د ايران د قرآنی خبری آژانس(ايكنا) د رپورټ له مخې: حزب الله په دغه بيانيه كښې ټينګار وكړ: د اسلام د قدرمن پيغمبرحضرت محمدمصطفی(ص) د مقدس ساحت په نسبت دغه له سپكاوی نه ډك فلم يو غيراخلاقی كار دے او د انسانانو له حقوقو څخه د ترټولو ستر حق يعنې د هغوی د اعتقاداتو، مقدساتو او احساساتو د احترام سره د دښمنۍ وروستې حد ګڼل كیږی.
حزب الله اعلان وكړ: دغه فلم چې په دې وروستيو كښې په امريكا كښې جوړ شوے دے، يو مشكوك كار دے چې پكښې سرمايه ګذاران تندلاری قبطيان او افراطی يهوديان دی او د هغو هدف د مصر د مسلمانانو او قبطيانو ترمينځ د دښمنې او لانجې د اور غرغنډه كول دی څو د دغه هيواد خلك په يوه شرمناكه فتنه اخته شی.
حزب الله په پائې كښې د ملګرو ملتو له سازمانه وغوښتل چې د داشان اقداماتو د جرم بلل كيدو په هكله دې يولړ قوانين صادر كړی او ټينګار ئې وكړ: نن سبا له بل هروخت نه زيات د دغه دينی ضده اقدام په وړاندې د مسلمانانو او عيسايانو لخوا د يو واحد دریځ غوره كيدو ته اړمن يو. 1097179


captcha