IQNA

ايت الله خامنه اي: د پيغمبر(ص) په شان کې توهين کولو اصلي عاملان، صهيونسټان او د امريکې حکومت دے

9:53 - September 14, 2012
د خبر لمبر: 2410677
سياسي ډله: د ایران د اسلامي انقلاب معظم لارښود حضرت آيت الله العظمی سید علي خامنه اي د ایران ملت او ټول اسلامي امت ته په خپل پيغام کې له اسلام او قرآن سره د صهیونیستانو او د اسلام دوښمنانو د دوښمنیو دلايل تشريح کړل.
د ايران د قران نړيوال خبري اژانس (ايکنا) د يو راپور پر اساس، د اسلامي انقلاب معظم لارښود حضرت آيت الله العظمی سید علي خامنه اي د ایران ملت او ټول اسلامي امت ته په خپل پيغام کې له اسلام او قرآن سره د صهیونیستانو او د اسلام دوښمنانو د دوښمنیو د دلایلو په تشریح سره د اسلام د ګران پيغمبر صلی الله عليه واله وسلم په شان کې د امریکایانو او صهیونیزم د ګډ فلم د خپریدو په اړه ټينګار وکړ، که ریښتیا هم د امریکا سیاستوال د دې فلم په جوړولو کې د لاس نه درلودلو په باب په خپلو ادعاؤؤ کې ریښتیني وي نو د دې سپک او بوږنوونکي جنایت عاملان او د هغوی مالي ملاتړي دې، چې د نړۍ د ټولو مسلمانانو زړونه ېې دردولي له خپل جرم سره په متناسبه جزا مجازات کړي.
د ایران د اسلامي انقلاب معظم لارښود حضرت آيت الله العظمی سید علي خامنه اي وفرمایل که نړیوال استکبار اسلام ته د سپکاوي د ځنځير له پخوانیو کړیو لکه سلمان رشدي، ډنمارکي کاریکاتوریست او قران کریم ته د اور اچوونکي امریکايي کشیش ټری جونز ملاتړ نه کولای او صهیونیستو پانګوالو د اسلام په ضد په لسګونو فلمونو کې پانګونه او د هغوی سپارښتنه نه کولای، اوس به دې لوېې او نه بخښل کیدونکې ګناه ته خبره نه وه رسیدلې.
حضرت آيت الله العظمی سید علي خامنه اي وفرمایل د اسلامي نړۍ ټول وروڼه او خوایندې باید وپوهیږي چې د اسلامي ويښتیا د څپې په وړاندې د اسلام د دښمنانو دا سپېر او بزدلانه خوځښتونه د دې لوی پاڅون د عظمت او اهمیت څرګندونه کوي او د هغه د ورځ تر بلې زیاتیدونکې ودې زیرئ ورکوي.
ټاکل شوې نن به د اسلامي ایران په ګوټ ګوټ کې د جمعې لمانځه له ادا کولو وروسته اسلام ته د سپکاوي کوونکي فيلم په اعتراض کښې میلیوني لاریونونه ترسره کيږي.
1097628
captcha