IQNA

د قدس اسلامی – مسيحی كمېټی د اسلامی اثارو د ړنګولو په حقله خبردارے وركړ

22:37 - September 13, 2012
د خبر لمبر: 2410728
نړيواله ډله: له قدس شريف څخه د ملاتړ اسلامی – مسيحی كمېټۍ د يوې بيانیې په جاری كولو سره د مسجدالاقصی په جنوبې برخه كښې د اسلامی اثارو د ويجاړولو لپاره د صهيونېسټ رژيم د پلان په باره كښې خبردارے وركړ.
د ايران قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) د CPI د اطلاع رسونې د سایټ په نقل سره رپوټ وركړ، له قدس شريف او مقدساتو څخه د ملاتړ اسلامی – مسيحی كمېټۍ په دغه بيانيه كښې ويلی دی: صهيونېسټ رژيم غواړی چې د مسجد الاقصی په جنوب كښې د ((وادی حلوه سلوان)) په محله كښې له اموی او عباسی دوران څخه پاتې ټول اسلامی اثار ړنګ كړی.
د دې بيانیې په دوام كښې راغلی دی صهيونېسټ رژيم له دې نه هم پښه بهر اېښودې ده او اعلان یې كړے دے چې په قدس شريف كښې د يهوديانو د حق د اثبات په لړ كښې يو لړ موثقه دلائل موجود دی. نو مونږ دا خپله ذمه واری ګڼو چې د دا ډول ادعاګانې رد كړو او د دغه رژيم د رسوا كولو لپاره يو لړ مدارك وړاندې كړو.
دغې كمېټۍ همدارنګ له نړيوالې ټولنې او فلسطين د لرغونو اثارو په اړه له مسئولو ادارو څخه وغوښتل چې د اسرائيل رژيم د دعوو د دروغ ثابتولو لپاره دې د عمل مېدان ته راودانګی.
1096122
captcha