IQNA

د اسلام پالو لخوا حمايت شوے كانديد د ليبيا وزيراعظم شو

20:46 - September 13, 2012
د خبر لمبر: 2410739
بين المللی ډله: د اسلام پالو لخوا ملاتړ شوے كانديد مصطفی ابوشاقور د ليبيا په ملی كنګره كې د وزيراعظمۍ په انتخاباتو كښې د رايو په ترلاسه كولو كښې د دغه هيواد د ملی ځواكونو د ليبرل ائتلاف له رهبر نه مخكښې شو او كامياب شو.
د العالم خبری چينل د سائیټ له قوله د ايران د قرآنی خبری آژانس(ايكنا) در پورټ له مخې: د ليبيا د ملی كنګرې غړيو بیګا شپه مصطفی ابوشاقور د دغه هيواد د انتقالی حكومت د وزيراعظمۍ د پوسټو لپاره غوره كړ.
مصطفی ابوشاقور د پخوانی وزيراعظم عبدالرحيم الكيب ځائې ناستې شو څو په ليبيا كښې د نوې انتقالی دورې د چلولو چارې په لاس كښې واخلی، خو نوے حكومت د پخوانی دولت په نسبت لازيات مشروعيت لری ځكه چې عبدالرحيم الكيب د ليبيا په اتنقالی شورا كښې يوازې د چارو د پرمخ بيولو مامور وو. 1097397

captcha