IQNA

خاتمی: لويدیځ د اسلام پر ضد د فيلم په جوړولو سره خپل ځان له مشكل سره مخامخ كړ

23:21 - September 13, 2012
د خبر لمبر: 2410767
سياسی ډله: د ايران د خبرګانو د شورا د مشريزۍ كمیټۍ غړی ټينګار وكړ استكبار له سپكاوی د ډ‌ك فيلم په جوړولو سره خپل ځان له ستونزې سره مخامخ كړی دی او دا د الهی ارادې نښه ده چې دښمنان هميشه په خپل لاس د خپلې رسواۍ زمينه برابروی.
د ايران د قران نړيوال خبری اژانس (ايكنا) د يو خبريال سره په مركې كښې د ايران د خبرګانو د شورا د مشريزۍ كمیټۍ غړی آيت‌الله سيداحمد خاتمی نن د پيغمبر اكرم حضرت محمد صلی الله عليه واله د سپكاوی په اړه په امريكې كښې د فيلم جوړيدا او خپريدا ته په اشارې سره وويل د دغه فيلم جوړول داسې ګامونه دی چې استكبار ځان له مشكل سره د مخامخ كولو لپاره اخيستی دی.
هغه له ايران سره د لويدیځ سخت اقتصادی جنګ ته په اشارې سره وويل دغه جنګ اقتصادی قدرت ته د ايران د نږدې كيدا لپاره يوه زمينه ده او د دې ښودنه كوی چې د استكبارۍ دنيا ګامونه اپوټه نتيجه لری او په خپله لويدیځو هيوادونو ته تاوان رسوی.
ښاغلی آيت‌الله سيداحمد خاتمی د دينونو ترمينځ د شخړې او تاوتريخوالی رامينځته كول بې ګټې وبلل او ویې ويل مسلمانان د ام القرای اسلام يعنی ايران په چورليزتوب سره د نړۍ د پيوستون، د ټولې نړۍ د بې وسلې كولو او د انسان دوستۍ او وحدت پيغام په ژبه لری او دښمنانو چلونه به بالاخره پيكه شی.
تر اوسه د ايران د اسلامی جمهوريت، واټيكان، مصر، ليبيا، پاكستان، افغانستان، سوډان، بحرين، الجزاير او ځينو نورو هيوادونو مقاماتو د اسلام د ګران پيغمبر حضرت محمد صلی الله عليه واله په باره كښې د امريكا جوړ فيلم غندلی دی .
1097507
captcha