د ايران د قران نړيوال خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې له خبری چينل العالم یې نقلوی چې په فيس بوك او ټویټر اينټرنیټ سایټونو يو شمير كسانو داسې عكس خپور كړے چې ښيی د اسلام ګران پيغمبر حضرت محمد صلی الله عليه واله وسلم ته له سپكاوی ډك امريكايی فيلم د قطر د النور القابضه موسسې په مالی ملاتړ سره جوړ شوی دی.
د دغه راپور پر اساس په اينټرنیټی عكس كښې په قطر كښې هستوګنه د اهل سنتو مشهور مفتی يوسف القرضاوی د قطر د النور القابضه موسسې د مشر او د اسلام ګران پيغمبر حضرت محمد صلی الله عليه واله وسلم ته له سپكاوی د ډك فيلم د پروډيوسر او تياروونكے باری اوزبورن په مينځ كښې ليدل كیږی.
د دغه سرچينو د راپور له مخې دغه خبره د فيلم د توليد په بهير په څارنی سربيره د هغه جوړولو ته هم يو ډول روا والی وركول ګڼل كیږی.
1097851