IQNA

ايمن الظواهری: د بشار اسد نسكوريدل اسرائيلو ته د ماتی وركولو وروستی هدف نږدې كوی(!)

14:58 - September 14, 2012
د خبر لمبر: 2411056
نړيواله ډله: په داسې حال كښې چې اسلامی دنيا د اسلام د ګران پيغمبر حضرت محمد(ص) ته له سپكاوی د ‌ډك فيلم د جوړولو پر خلاف د امريكې پر ضد مظاهرې كوی او دغه مظاهرې نن هم روانی دی د القاعده ترهګرې ډلې مشر ايمن الظواهری له ټولو مسلمانانو غوښتی چې د شام د حكومت د مخالفانو ملاتړ وكړی.
د ايران د قران نړيوال خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې د مصر ورځ پاڼې اليوم السابع یې نقلوی چې د القاعده ډلې مشر ټينګار كړی د سوریې د ولسمشر بشار اسد نسكوريدل اسراييلو ته د ماتی وركولو وروستی هدف نږدې كوی.
ايمن الظواهری په يوه ویډيو كښې چې پرون د امريكا د سپتمبر د يولسمې(۱۱) نیټې د حملو د يولسمې(۱۱) كليزې په مناسبت خپور شو په مينځنی ختیځ او ايشيا كښې په ټولو مسلمانو هيوادونو د سياسی اسلام د غورځنګ نه پيروۍ په دليل نيوكه كړی ده . د القاعده ترهګرې ډلې مشرايمن الظواهری د خپلې وينا په دوام كښې ادعا كړی ده امريكا د سوریې د ولسمشر بشار اسد د حكومت د ملاتړ كولو په حال كښې ده.
معلومه نه ده چې د القاعده ډلې مشر ايمن الظواهری د دنيا خلكو او په تيره بيا د سيمې خلكو ته په كومه سترګه ګوری. شايد ايمن الظواهری ته ځان دومره لوی ښكاری چې ګمان كوی هر څه چې هغه ووايی نو خلك ورباندې باور كوی.
دا په داسې حال كښې دی چې اوس د دنيا ټولو خلكو ته معلومه شوی ده چې القاعده په سوریې جنګ كښې له امريكا سره په يوه صف كښې دريدلی ده او د امريكا ورځپاڼو هم اعتراف كړی دی چې القاعده ډلې په سوریې كښې له امريكا سره ډيره نږدې ملګرتيا كوی.
د مصر مشهور ليكوال او خبريال حسنين هكيل څه موده وړاندې په واضح ډول ويلی وو چې د امريكا د بليك واټر په نوم امنيتی شركت او القاعده ډله د سوریې د حكومت پرضد د جنګ په حال كښې دی او هڅه كوی د سوریې جنګ د عربانو او اسراييلو او دغه راز د شيعه او سنی په جنګ بدل كړی.
همدارنګ د سعودی عربستان، قطر او حتی د تركیې په شان د سيمې ځينې مرتجع او ديكتاتور حكومتونه د صهيونيسټ رژيم او امريكا د سياستونو اجرا كوونكی دی.صهيونيسټ رژيم په ښكاره د هغو ډلو ملاتړ كړی دی چې د سوریې د حكومت پرضد جنګیږی.
د القاعده ترهګرې ډلې مشر ايمن الظواهری په داسې حال كښې د سوریې د ولسمشر بشار اسد نسكوريدل د اسرايلو له ماتی سره مرسته ګڼی چې د سوریې حكومت او نظام د صهيونيسټ ناروا رژيم پرضد د مقاومت مهمه كړۍ ګڼل كیږی.
څو كاله كیږی چې امريكا، صهيونيسټ رژيم او عرب مرتجع او ديكتاتور حكومتونه د صهيونيسټ رژيم پرضد د مقاومت د دغه كړۍ (سور یې) د ماتولو هڅه كوی.
هغوې په لومړی پړاو كښې په لبنان درې ديرش(۳۳) ورځنی جنګ وروتپه چې اصلی هدف یې هم د لبنان د اسلامی مقاومت غورځنګ حزب الله له مينځه وړل وو خو چې كله یې ماته وخوړله نو د فلسطين په غزې تړانګې یې حمله وكړه او په حماس غورځنګ یې دوه ويشت(۲۲) ورځنی جنګ وروتپه او هلته یې هم ماته وخوړله.
امريكا، صهيونيسټ رژيم او ديكتاتور عرب هيوادونه اوس هڅه كوی د دغه مقاومت دريمه(۳) كړۍ چې سوريه ده ماته كړی چې امريكا څو هدفونو ته ورسیږی اول دا چې په لبنان كښې حزب الله اسلامی مقاومت غورځنګ كلابند كړی.
دوهمه داچې صهيونيسټ رژيم وساتی. او له ټولو مهمه خبره دا چې د سعودی عربستان ديكتاتور حكومت چې د نسكوريدا او دړې وړې كيدا په حال كښې دی وژغوری.
پر دې اساس د القاعده ترهګرې ډلې مشر ايمن الظواهری بايد لږ شان خپله څيره په آيينې كښې ووينی چې چرته ولاړ دی او د چا حكمونه د اجرا كوی او هغه دې بايد داسې ګومان نه كوی چې د سيمې مسلمانان د هغه په منافقت غولیږی.
د القاعده ډلې لاس په امريكا د ۲۰۰۱ ميلادی كال د سپتمبر د يولسمې نیټې له حملې رانيولی په ۲۰۱۲ ميلادی كال كښې د سوریې تر جنګ پورې په ښه ډول ښكار شوی دی او ټول په دې ښه پوهیږی چې د القاعده ترهګره ډله د دنيا د نوی استعمار خدمت كوی.
1097650
captcha