IQNA

د ايران خلكو نن د امريكې له سپكاوی د ډك فيلم پرضد سترې مظاهرې تر سره كړے

15:37 - September 14, 2012
د خبر لمبر: 2411073
سياسی او ټولنيزه ډله: د ايران خلكو په سترو مظاهرو كښې د اسلام ګران پيغمبر حضرت محمد صلی الله عليه واله وسلم ته له سپكاوی د ډك فيلم په جوړولو كښې د امريكا په كړچار خپله غوسه او نفرت اعلان كړ.
د ايران د قران نړيوال خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د ايران ملت د تهران په شمول په مختلفو سيمو كښې د جمعې له لمانځه وروسته په پراخو مظاهرو ترسره كولو سره د اسلام د ګران پيغمبر(ص) د سپكاوی په اړه د امريكايی او صهيونيسټی فيلم د جوړولو په هكله خپل اعتراض اعلان كړی او د دغه فيلم د جوړونكو د سزا كيدا غوښتنه یې هم وكړه.
د ايران ملت په دغو مظاهرو كښې اسلامی سپیڅلتياو ته د نړيوال صهيونيزم او لويدیځو هيوادونو سپكاوی له نفرت څخه ډك وبلل او مړ دې اسراييل، او مړه دې وی امريكا په شعارونو سره یې د اسلام د دښمانانو پرضد د مسلمانانو د اتحاد پرضرورت ټينګار وكړ.
د مسلمانانو پر ضد د نړيوال صهيونيزم او استكبار د دسيسو په دوام كښې صهيونيسټ ډايريكټر سام باسيل د امريكا په مالی ملاتړ سره د اسلام د ګران پيغمبر حضرت محمد صلی الله عليه واله وسلم پر ضد له سپكاوی ډك فيلم جوړ كړی او د امريكا لخوا د دغه فيلم نندارې ته وړاندې كيدا د مسلمانانو غوسه راپارولی ده.
تر اوسه د ايران د اسلامی جهمهوريت، واټيكان، مصر، ليبيا، پاكستان، افغانستان، سوډان، بحرين، الجزاير، او نورو هيوادونو مسولانو د اسلام د ګران پيغمبر حضرت رسول اكرم (ص) په باره كښې په امريكا د دغه فيلم جوړيدل غندلی دی.
1097870

captcha