د ايران د قران نړيوال خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې له العالم یې نقلوی چې د اسلامی سپیڅلتياو په خلاف د صهيونسټانو او امريكايانو د كينې ډكو اقداماتو په غبرګون كې د اسلامی نړۍ څو هيوادونو كې د امريكې او اسراييل په خلاف مظاهرې جاری دی.
قهرجنو مظاهره چيانو د دې توهين كوونكی فيلم په امريكې كې په خپريدا نه پس د انډونيشيا په پلازمينې جكارته كې د امريكې كونسل خانې باندې حمله وكړه او هغه ته یې اوور ولګول خو د انډونيشيا پوليسو د كونسل كاركوونكی په يوې چورلكې كې حفاظت سره بهر وباسل.
همدارنګ په يمن كې هم د امريكې په سفارت خانې باندې د حـملې نه روسته مظاهره چيانو هغه ونيوله او د امريكې بيرغ یې راكوز كړ چې د امريكې د اوبه پوځ په مظاهره چيانو نيغ په نيغه ډزې وكړې او پينځه مظاهر چيان یې شهيدان كړل.
1097836