IQNA

له دهشتګردۍ سره په مبارزه باندې د تركی د جمهوريت غوښتونكی ګوند د مشر پخلے.

22:54 - September 15, 2012
د خبر لمبر: 2412032
اجتماعی ډله: د تركی د جمهوريت غوښتونكی ګوند مشر كمال قليچ داراوغلو د شام له مخالفانو څخه د ملاتړ په دليل د دغه هېواد په حكومت باندې په سختې نيوكې سره له دهشتګردۍ سره په مبارزه باندې پخلے وكړ.
د ايران د قرانی خبری اېجنسۍ( اېكنا) د اېشيا د لويدیځ او جنوب لويدیځ د څانګې د رپوټ له مخې د تركی د جمهوريت غوښتونكی ګوند مشر د وږی د مياشتې په ٢٢ نېټه د دغه هېواد په حكومت باندې د نيوكې په ترڅ كښې د سوریې له مخالفانو څخه ملاتړ له دهشتګردو په تېر بيا له القاعدې څخه ملاتړ وبالۀ.
داراغلو د مسلمانانو په يووالی او له دهشتګردۍ سره په مبارزه باندې په تاكيد سره څرګنده كړه: د شام په كورنيو چارو كښې دخالت له دهشتګردۍ څخه ملاتړ دے او كوم نتائج چې په ځان پسې ولری هغه به هیڅكله د تركی په ګټه نۀ وی.
هغۀ همدارنګ د دغه هېواد په وزيراعظم رجب طيب اردوغان باندې په دغه هېواد كښې وروسيتو دهشتګردانه واقعاتو ته د بې پامۍ په وجه نيوكه وكړه او وې ويل: په دغه هېواد كښې په رامنځته شويو ټرورونو باندې چې په تېرو دېرشو كلونو كښې بې مخينې وو د وزيراعظم سترګې پټول نۀ منونكې چاره ده
1097619
captcha