IQNA

له سپكاوی نه د ډك امريكائی فېلم په خلاف د پاكستان د خلقو احتجاجی مظاهره

22:55 - September 15, 2012
د خبر لمبر: 2412035
سياسی ډله: د پاكستان د پائېتخت اسلام اباد خلقو د خداے د ګران رسول (ص) په نسبت د سپكاوی په خلاف د دغه ښار له امامباړې نه تر سرينا هوټل پورې احتجاجی جلوس ووېستۀ.
د ايران د قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) د اېشيا د لويدیځ او جنوب لويدیځ د څانګې د رپوټ له مخې د پاكستان د مجلس وحدت اسلامی عمومی سېكتر په دغه مظاهره كښې چې پرون د وږی د مياشتې په ٢٤د دغه تنظيم په اهتمام سره جوړه شوه څرګنده كړه: د پېغمبراكرم (ص) د مقدس شان په نسبت د لويدیځ د سپكاويو په وړاندې د مسلمانانو خاموشی يو لوے جرم او ګناه ګڼلې كیږی.
هغۀ امريكا د نړۍ د يو ستر دهشتګرد ملك په توګه ياده كړه او وې ويل:د اسلامی نړۍ ذمه واری ده چې د اسلام له دښمنانو نه خپله كركه او بېزاری اعلان كړی.
مظاهره كوونكو همدارنګ د خداے د ګران رسول (ص) په سپكاوی كښې د فېلم جوړونكو د سزا او له دغه هېواد څخه د امريكې د سفير د وېستلو غوښتنه وكړه.
دغه مراسم د ګڼ شمېر دينی عالمانو، پوهانو، طلابو، محصيلينو او د دغه ښار د خلقو په شتون سره ترسره شول.
1098051
captcha