سياسی ډله: د اسلامی مذاهبو د نزديكت نړيوالې ټولنې د يوې بيانیې په جاری كولو سره د خداے دګران رسول (ص) په نسبت دسپكاوی په غندلو سره اعلان وكړ: مستكبرو حكومتونو له سپكاوی نه ددغه ډك فېلم په جوړولو سره په سيمه او نړۍ كښې د اسلام د مخ په زياتېدو قدرت په مقابل كښې د خپلې كمزورۍ او ارادې نيشوالی ښودنه وكړه.
د ايران قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) د اسلامی مذاهبو د نزدېكت د ټولنې د عمومی روابطو په نقل سره رپوټ وركړ، دغې ټولنې د نورو اسلامی تنظيمونو او مسلمانانو په شان په خپله بيانيه كښې د خداے دګران رسول (ص) په نسبت د سپكاوی نه د ډك فېلم په جوړولو كښې د امريكائی – صهيونېسټی ډائرېكټر له كركې نه ډك اقدام وغاندۀ.
په دغه بيانيه كښې راغلی دی: مستكبرو حكومتونو له سپكاوی نه ددغه ډك فېلم په جوړولو سره په سيمه او نړۍ كښې د اسلام د مخ په زياتېدو قدرت په مقابل كښې د خپلې كمزورۍ او ارادې نيشوالی ښودنه وكړه.
په رښتيا چې امام خمينی (رح) صحيح تشخيص وركړے ؤ چې د اسلام په مقدساتو باندې حمله يوه داسې ګډه سټراټيجی ده چې د امريكې، برطانیې او صهيونېسټانو سپېرۀ مثلث په مخكښې نيولې ده چې مسلمانان له هغو انقلابی او ازادی غوښتونكو حركتونو څخه چې د استعارګرانو او د هغوی د كورنيو ډېكټېټرانو له جغ نه د ازادېدو سبب كیږی پښېمانه كړی.
1098430